امتحان

(پروفېسر ډاکټر فخرالاسلام فخر )

دا کرونا اخلي زمونږه د ملت امتحان

هم دےد صبر، اتفاق او د وحدت امتحان

چې دا ازمېښت دے که سزا د ګناهونو زمونږ

دا چې مو اخلي پاک الله رب العزت امتحان

نه ېې په چل پويه مالدار دي نه غريب ملکونه

څه عجيبه دے د دولت او د طاقت امتحان

څنګه کورونه مو جېلونه شوو خالقه خدايه

ډېر سخت دے دغه د همه انسانيت امتحان

ځې چې اوس اوکړو صفائي او وظيفه کړو صبر

اوس پاس کوو به دا د زړه په صداقت امتحان

په دې حالاتو کښې بې وسه خلک مه هېروې

دا دے د شکر د ويستلو په نعمت امتحان

فخره بېدار اوسه د خلکو لار ښود نه کوه

درته را پېښ دے د تعليم او تربيت امتحان

اردو ترجمه:

یہ کرونا ہماری ملت کا امتحان لے رہی ہے

یہ ہمارے صبر، اتفاق اور وحدت کا امتحان ہے

یہ ازمایش ہے یا گناہوں کی سزا

یہ اللہ رب العزت ہمارا امتحان لے رہا ہے

مالدار وغریب ممالک اس کے سامنے بے بس ہیں

یہ تو طاقت و دولت کا امتحان ہے

ہم سب کے گھر جیل بن گۓ ہیں

یہ تو انسانیت کا کڑا امتحان ہے

آو کہ اب صبر و صفایی کو وظیفہ بنایئں

اور صداقت کے ساتھ اس امتحان میں کامیاب ہوں

ان حلات میں مفلس لوگوں کونہ بھولیۓ

یہ تو نعمتوں پر شکر ادا کرنے کا امتحان ہے

اے فخر! لوگوں کی رہنمایی کرتے رہو

تم پر آگیا ہے تعلیم و تربیت کا امتحان

Comments are closed.