کرونا اور دھرتی ُروپ

( اشرف جاوید ملک )

پشتو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

موسم ښۀ نه وو د بدلون په انتظار کېښناستو
بهر غمونه وو نو کور کښې په قرار کېښناستو

و با خوره وه په کوڅو کښې تله راتله نه کېدل
شاړه مو پرېښودله دې بلا ته لار کېښناستو

ديدن ئې ښۀ وو خو ياران مې راته ډېر خواږه وو
دا ورله غوره وه چې دغسې ناچار کېښناستو

په ګڼه ګوڼه کښې له ژونده لاس وينځل عبث وو
خپل لاس مو ووينځل په ډډه له بازار کېښناستو

د عقل هم دا تقاضا وه چې ترې ځان وژغورئ
څه په دا تېرو حادثو لکه هوښيار کېښناستو

طيبه! ټول عمر مو خلاص نه کړل د ژوند کارونه
دغسې ښه ده که يو څو ورځې وزګار کېښناستو

اردو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
موسم بدلنے کا تھا انتظار بیٹھ گئے
باہر سے زیادہ تھا گھر میں قرار بیٹھ گئے

نہیں پھرے تھے کہ کوچوں میں وبا پھوٹی تھی
بلا کو کرنا تھا گلیوں میں خوار بیٹھ گئے

دید تو خوب تھی یاروں کی مگر تھے بھی عزیز
اسی طرح بھی کیا ان سے پیار بیٹھ گئے

تھا عقل کا بھی تقاضہ جو حادثے دیکھے
انہیں کو لانا تھا بروئے کار بیٹھ گئے

عمر بھر کرتے رہے تھے یہ کار زیست مگر
خوب کچھ دن یونہی بے روزگار بیٹھ گئے

بھیڑ میں جان سے ھاتھ دھونا عبث تھا طیب
دوری بازار سے کی اختیار بیٹھ گئے

Comments are closed.