هېبت ناک تصوير

(اورنګزيب شاکر ديولۍ)

هېبت ناک تصوير
اورنګزيب شاکر ديولۍ سوات

ماته د ژوند يو هېبت ناک تصوير پۀ مخ کښې پروت دے
څۀ ژړيدونکے بوږنيدونکے وېرېدنکے شانتې

مونږه چې څومره ازار کړے دے مخلوق د الله
فکر کوم چې د هغې ردعمل خو نۀ دے؟

د‌چينایې هېواد د زمکي نه نعره پورته شوه
چې د ووهان پۀ ښار وبا د کرونې راغله

داسې مرض دے لګېدے شي د يو کس نه بل ته
عالمه لرې شئ د يو بل نه جدا کښېنئ

د مسلمان پۀ زمکه هم يې پنجې ښخې کړلې
کعبه شوه خوشې جوماتونو ته جرندې پرتې دي

اېشیا څۀ چې د پوره نړۍ خبر ئې واخست
او د نېټو د اتحاد مرۍ يې هم ماته کړه

په بند‌ يې نۀ پوهېږي څۀ وکړي او څنګه وکړي
ټول طاقتونه د دنيا ورته نسکور پراتۀ دي

پۀ داسې حال د طبیبانو دې جذبې ته سلام
د مرګ کپړې يې اچولې خندني ولاړ دي

سپرلو کښې هم چا د يو بل د لاس نه ګل وانۀخست
ژوندون پيکه شو په يو ځائې لکه د بت پاتې شو

علاج يې نشته لاعلاجه مرض چا راوستو؟
دغه مخلوق چې په نظر کښې هم د‌چا نۀ راځي

چا مکلف کړو پۀ دې کار چې خلق ټول وېرېږي
يو بل نه تښتي څوک د چا سره هم غاړه نۀ دي

خدائې ته رجوع وکړئ د خپلو ګناهونو توبه
لاسونه وباسئ د يو بل د ګريوان نه خلقه

وکړئ ژوندون د خدائې پۀ زمکه فساد مه خوروئ
امن او مينه رورولي هر وخت قائمه ساتئ

اے د نړۍ زورور قامه دا کمزور قامونه
د مرګ په وېره يې د ژوند د مزو مۀ وباسئ

———————-

⁩بیانک تصویر

میرے سامنے جیون کی بیانک تصویر
خوف زدہ سہما سا ٹھٹرتا ہوا
مجھے لگتا ہے
کہ یہ اس عمل کی سزا ہے
جس طرح ھم نے
مخلوق خدا کو اذیت میں رکھا
سرزمین چین سے اٹھا یہ بلا
وہاں کے شھر کو تس نس کرکے
دنوں میں آندھی کی طرح
دنیا کو رونگتا ہوا
تمام براعظموں کو نیست و نابود کرڈالا
کسی کے پاس اس بلا سے جان بچانے کا کوئی ھنر نہیں
دنیا کی طاقتیں بے بس ہوچکیں۔
کسی کے پاس حل نہیں
کہ بندہ آخر کسے اس مصیبت سے جان چڑائیں
بہار کی اس موسم ھر شخص زندگی سے بیزار
قدرت کے حسین روپ سے دور
کسی بھی نہیں نصیب کہ لطف لے اب کے بہار کا
ھر انسان کا عقل سر خم تسلیم ہوچکا ہے
ایسے میں صرف مسیحا لوگ
کفن سر پر اڑھے
اس بلا کو ٹھکانے لگانے نکلے ہیں۔

سلام ہے ان بے لوث رضاکاروں کو
جان بچانے والے مادر ملت کے سپوتوں کو
جو اپنی جان کی پروا کئے بغیر
باغ انسان کو بچانے کے لئے سر دھڑ کی بازی لگارہے ہیں

اب وقت ہے کہ
اپنی رب کی طرف رجوع کیا جائے
توبہ اپنے گناہوں کا نکالیں
ایک دوسرے کو اذیت و تکالیف نہ دیں
جیو اور جینے دو کی پالیسی پر عمل پیرا ہوکر امن و سلامتی کا راستہ اپنائیں۔
اے طاقت کے نشے میں مست لوگوں
ان غریبوں کی زندگی سے مزید مت کھیلو۔

Comments are closed.