آئی ہوئی آفت ہے

(جنگریز اعوان)

چاربېته

راغلے یو افت دے
جوړ شوې مصیبت دے
هر څوک پکښې راګېر دي امتخان دے او کۀ چال دے
دوه زره شلم کال دے

دوه زره نورلسم وۀ ــ وه میاشت د دسمبر
د چین په اوهان ښار کښې ــ کورونا ویستۀ سر
بلها خلک ئې مړۀ کړل ــ ځانونه کړئ خبر
نۀ درنګ دے نۀ ساعت دے
جوړ شوې مصیبت دے
چې اوس ټوله دنیا کښې ډېر خراب صورت حال دے
دوه زره شلم کال دے

مردان زمونږه ښار دے ــ منګاه دې پکښې کلے
عمرې نه یو سړے وۀ ــ دې کلي ته راغلے
هم دا وړومبے انسان ــ کرونا وۀ وژلے
د دۀ نوم سعادت دے
جوړ شوې مصیبت دے
تر اوسه دا مرض زمونږه سیمه کښې اټال دے
دوه زره شلم کال دے

دنیا کښې به خوریږي ــ په منډه دے روان
څۀ بل شانتې مرض دے ـ عالم ئې کړۀ خېران
په دې باندې تر اوسه ــ پوې نۀ شول ډاکټران
بند شوے عبادت دے
جوړ شوې مصیبت دے
ښکاریږي چې راغلے په دنیا باندې زوال دے
دوه زره شلم کال دے

بند شوي جماتونه ــ سکولونه کالجونه
حرم شریف کښې نشته ــ اوس هاغه طوافونه
حالی حالی پراتۀ دي کوڅې او بازارونه
چې دې کښې څۀ حکمت دے
جوړ شوې مصیبت دے
یو ځائ هم ترې محفوظ نۀ دے په هر ځائ کښې جنجال دے
دوه زره شلم کال دے

مَرۍ پکښې خوږیږي ــ ساه هم پکښې بندیږي
د سر درد پکښې زیات وي ــ وجود پکښې خوږیږي
د خولې خوند پکښې ورک شي ــ انسان پکښې ټوخیږي
هم دغه ئې حالت دے
جوړ شوې مصیبت دے
بچ کیږي ترې هغه چې چا د ځان ساتلې خیال دے
دوه زره شلم کال دے

دا ځیني پکښې وایی ــ دا کار دے د تقدیر
دا ځیني پکښې وایی ــ کوو ورته تدبیر
هر چا ترې جوړه کړې ــ قیصه ده د کشمیر
پکار ورله محنت دے
جوړ شوې مصیبت دے
هر څوک دې ځان چمتو کړي چې په چا کښې څۀ کمال دے
دوه زره شلم کال دے

هر څوک دې ځان ښکاره کړي چې وئې باسو حل
په زور به کار ونۀ شي ــ کوو ورسره چل
دعا غواړو له خدایه ــ الله مو دې شي مل
حرکت کښې بَرَکَت دے
جوړ شوې مصیبت دے
کۀ وګورو نو چین زمونږ دپاره یو مثال دے
دوه زره شلم کال دے

دا داسې وائرس دي ــ منټونو کښې خوریږي
چې لاس په صابون وینځئ نو بیا نۀ پاتې کیږي
کورونو کښې چې کېښنو ـ په خپله به ورکیږي
دا هر څۀ حقیقت دے
جوړ شوې مصیبت دے
کورونو کښې اوسېږئ د جنګرېز درته دا سوال دے
دوه زره شلم کال دے

——————
ترجمہ
آئی ہوئی آفت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
گھیرا ہے ہر کسی کو، امتحاں ہے، ایک چال ہے
دو ہزار بیس، کا سال ہے

تھا دو ہزار اونیس، مہینہ دسمبر میں
کورونا ہوا ظاہر چائنہ اوھان شہر میں
آیا ہے کھڑا وقت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
نازک پوری دنیا کا، اک خراب صورت حال ہے
دو ہزار بیس کا سال ہے

مردان ہمارا شہر ہے ــ منگاہ ہمارا قصبہ
عمرے سے بندہ آیا، شروع ہوا ہے قِصہ
نام اسکا سعادت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
مرض وبا کی شکل کا قابو یہاں فی الحال ہے
دو ہزار بیس کا سال ہے

پھیلیگا ارد گرد، اگر ہوا کہی، رواں
عجب ہے یہ مرض عالم بھی ہے حیراں
مشکل ہر عبادت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
لگتا ہے، ساری دنیا پہ آیا ہوا، زوال ہے
دو ہزار بیس کا سال ہے

ممکن نہیں نمازیں، اسکول کالجز بند ہیں
طواف حرم ِپاک، تک محدود لوگ چند ہیں
شائد اس میں حکمت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
کوئی جگہ محفوظ نہیں ہر اک طرف جنجال ہے
دو ہزار بیس، کا سال ہے

گلے بدن کا درد ہو اور دردِ سر، مزید ہو
مشکل ہو سانس لینا، دردِ جسم شدید ہو
صورت چند علامت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
بچ جائیگا وہی جو جس کسی نے رکھا خیال ہے
دو ہزار بیس، کا سال ہے

کچھ لوگ، سمجھتے ہیں، لکھا ہے یہ تقدیر
کچھ لوگ سمجھتے ہیں، درکار نہیں تدبیر
درکار اُن پہ محنت ہے
دنیا پہ مصیبت ہے
دکھلا دے، جس کے پاس، جس طرح، کوئی کمال ہے دو ہزار بیس، کا سال ہے

ڈھونڈے کوئی بھی حل، اسی مشکل کا ہو جواب
مشکل کا توڑ ممکن ہے کچھ کرنا ہے سدِباب
حرکت میں ہی ہے برکت
دنیا پہ ہے مصیبت
دیکھو تو چین ہمارے لئے آج ایک مثال ہے
دو ہزار بیس، کا سال ہے

یہ وائرس، وبا ہے، فرد سے فرد کو، پھیلتا ہے
ہاتھوں کی صفائی سے، پھیلنے سے روکھنا ہے
یہی ہے اک حقیقت
دنیا پہ ہے مصیبت
جنگریز. کی التجا ہے گھر پر رہیں سوال ہے
دو ہزار بیس، کا سال ہے
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Comments are closed.