کرونا وائرس کو ختم کرنا، شعور کو جگانا ہے

(فضل رحیم لوہار)

(نظم(احتياط

وژل د کرونا وائرس شعور بېدارول دي
وژل د کرونا وائرس اولس پوهه کول دي
وژل د کرونا وائرس ښارونه بندول دي
وژل د کرونا وائرس پۀ کور کښې کښېناستل دي
وژل دکرونا وائرس د ګڼې ځان ساتل دي
وژل د کرونا وائرس احتياط اختيارول دي
وژل د کرونا وائرس صابُن پۀ لاس مږل دي
وژل د کرونا وائرس لاسونه خپل وينځل دي

وژل د کرونا وائرس پۀ قام کښې بېداري ده
وژل د کرونا وائرس زمونږ ذمه واري ده

راځئ چې پۀ شريکه دا موذي مرض تباه کړو
راځئ چې پۀ شريکه دا تيارۀ بېرته رڼا کړو
راځئ چې پۀ شريکه ژړغونے ژوند پۀ ساه کړو
راځئ چې پۀ شريکه ژړاګانې پۀ خندا کړو
راځئ چې پۀ شريکه باندې لاندې دا بلا کړو
راځئ چې پۀ شريکه دې مرض نه لار خطا کړو
راځئ چې پۀ شريکه دا وائرس ورک کړو فنا کړو
راځئ چې پۀ شريکه وږمه خېزه دا فضا کړو

راځئ چې پۀ احتياط سره د دې نه ځان ازاد کړو
راځئ چې دا وطن بېرته پۀ زوړ ډول آباد کړو

بېدار شئ چې ښکاره دغه دښمن ته خپل ايمان کړو
بېدار شئ ځانله ځانله شئ چې دا مرض پۀ ځان کړو
بېدار شئ چې دا لوے دښمن پۀ ځان پورې حېران کړو
بېدار شئ چې د دې وائرس نيمګړے هر ارمان کړو
بېدار شئ چې پۀ دې ملک کښې ئې ژوند تېرول ګران کړو
بېدار شئ چې دا ژوند د خلقو بيا د ژوند پۀ شان کړو
بېدار شئ چې پۀ ځائے ولاړ ژوند بيا مخکښې راوان کړو
بېدار شئ چې دا پاک وطن ترې پاک خپل پاکستان کړو

بېدار شئ چې دې ساندې ساندې ژوند له خندا راوړو
بېدار شئ چې د وخت تورې تيارې له رڼا راوړو

پکار ده چې اوګه پۀ اوګه مونږ ورسره ټل شو
پکار ده چې پۀ دې جهاد کښې مونږ ورسره مل شو
پکار ده چې خويونه خپل بدل کړو مونږ بدل شو
پکار ده چې د وخت د تقاضو پوهه پۀ حل شو
پکار ده چې لۀ دې خلقو نه مونږه هم اول شو
پکار ده چې دې خلقو سره مونږه هم پۀ زغل شو
پکار ده چې د شمعې غوندې هر انسان ته بل شو
پکار ده چې ژوند اوګټو لوهاره مکمل شو

زمونږ د ژوند لپاره راوتلي پۀ ايمان دي
نرسانې کۀ پوليس دي، کۀ فوجيان کۀ ډاکټران دي
——————————————

(احتیاط نظم اُردو ترجمہ)

کرونا وائرس کو ختم کرنا، شعور کو جگانا ہے
کرونا وائرس کو ختم کرنا، لوگوں میں آگہی پیدا کرنا ہے
کرونا وائرس کو ختم کرنا، شہروں کو سیل کرنا ہے
کرونا وائرس کو ختم کرنا، گھروں تک خود کو محدود کرنا ہے
کرونا وائرس کو ختم کرنا، خود کو ہجوم سے علاحدہ کرنا
کرونا وائرس کو ختم کرنا، احتیاط کرنا اور صابن سے ہاتھ دھونا ہے

وائرس کو ختم کرنے کے لئے قوم کو بیدار کرنا ہماری ذمہ داری ہے

آو مل کر اس موذی مرض کو ختم کریں
آو مل کر اس اندھیروں کو اجالا کر دیں
آو مل کر اس سسکتی ہوئی زندگیوں کو حوصلہ دیں
آو مل کر غموں کو خوشیوں میں بدل دیں
آو مل کر اس بلائے ناگہانی کو زیر کریں
آو مل کر اس مرض کو بگھائیں
آو مل کر اس وائرس کو ختم کریں
آو مل کر اس فضا کو معطر کر دیں

آو مل کر احتیاط کے ساتھ اس سے خود کو آزاد کریں
آو مل کر اس وطن کو پہلے کی طرح آباد کریں

جاگوں! کہ اس دشمن کو اپنے ایمان کی قوت دکھانا ہے
جاگوں! اور تنہائی اختیار کروں تاکہ یہ مرض اپنی موت مر جائے
جاگوں! اور اس دشمن کو خود پر حیران کر دیں
جاگوں! کہ اس وائرس کا ہر خواہش ادھورا رہ جائیں
جاگوں! کہ اس ملک میں کرونا کی زندگی کا دائرہ تنگ ہوجائے
جاگوں! تاکہ ہیاں پر لوگوں کی زندگی پھر معمول پر آجائے
جاگوں! تاکہ ساکن و جامد زندگی پھر سے متحرک ہوجائے
جاگوں! کہ اپنے وطن پاکستان اس وائرس سے پاک کردیں
جاگوں! کہ اس روتی سسکتی زندگی کو پھر سے ہنسنے کا ہنر سکھائیں
جاگوں! کہ اس گھٹا ٹوپ اندھیروں میں روشنیاں پھیلائیں

ہمیں چاہیئے کہ ہم اس کے ساتھ بھر پور تعاون کردیں
اور اس جہاد میں اپنا حصہ ڈال دیں
اور اپنے عادتوں کو بدل کر خود بھی بدل جائیں یہ وقت کا تقاضا ہے اور ہمیں اس کو پوری طرح سمجھنا چاہئے
ہمیں اس دوڑ میں ان لوگوں پر سبقت لینا چاہیئے
ہمیں چاہیئے کہ شمع کے مانند ہر انسان کو روشنی بخش دیں
اور ہمیں چاہیئے کہ زندگی کو جیت کر مکمل ہوجائے

نرسیں، پولیس، فوج کے جوان اور ڈاکٹرز صرف اور صرف ہمارے اور تمہارے زندگی کی حفاظت کے لئے نکلے ہیں.

Comments are closed.