آسان ہے۔ گھر کے اندر بیٹھے رہو اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو

(غلام حق سائر)

نظم د کرونا پۀ حوالۀ
غلام حق سائر ۔ کبل سوات
*****
د کور ناسته ئې علاج دے پۀ اسانه
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
***
دا موذي مرض د يو نه بل ته لګي
د منګول نه هم د بل منګول ته لګي
داسې جَل دے چې د جل نه جَل ته لګي
لرې تختئ ګوَرے دې مرض انسانه.
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
***
دواړه لاسه پۀ صابون وینځل پکار دی.
شل سیکنډه ئې لازم مږل پکار دي
ځان ساتل هم څۀ پۀ داسې چل پکار دي.
هم دُعا کوئ د پاک غني سبحانه.
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
***
ماسک منګولې استعمال کړئ پۀ تدبیر کښې.
هغۀ کيږی چې څۀ لیک وی پۀ تقدیر کښې.
تاسو سوچ اوکړئ لمحه پخپل ضمیر کښې.
عبرت واخلئ د اټلي او د چائنا نه.
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
***
ماشومان خپلو کورونو کښې حصار کړئ
اَموختۀ ئې پۀ سبق او پۀ څۀ کار کړئ
هر یو کس پۀ دې خبره خبردار کړئ
دا همّت به مو خلاصئ ددې بَلا نه.
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
***
مکتب بند شۀ بازار بند شۀ جمات بند شۀ
هر اُميد مو جولا تار غوندې زواړند شۀ
هر يو زخم واغې واغې بــــے پیوند شۀ
بیا بۀ ژاړئ څۀ بۀ جوړ نۀ شي ژړا نه
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
***
فکر اوکړئ طواف بند پۀ بیت الله دے
ښکاري داسې چې الله مو نارضا دے
دا عذاب ئې پۀ مونږ ځکه مبتلا دے
بخشش غواړئ دخالق رحیم رحمانه.
کۀ دا غواړئ چې مونږ بج شو کرونا، نه
***
ټول مخلوق ته دسائر دا نصیحت دے
راټول کړے پۀ قلم ئې حقیقت دے
هر انسان ته ئې ائین نه صفا نیت دے.
خدايا بچ کړې مونږ د هر مرض وبا نه.
کۀ دا غواړئ چې شوے بچ د ،کرونا، نه
*******
کرونا کے حوالے سے نظم (اردو ترجمہ )
آسان ہے۔ گھر کے اندر بیٹھے رہو اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
یہ موذی مرض ایک سے دوسرے کو لگتا ہے۔ ایک ہاتھ سے دوسرے ہاتھ کو لگتا ہے۔ ایسی بیماری ہے کہ بیماری سے بیماری پھوٹتی ہے۔ اے انسان اس مرض سے دور بھا گو اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
دونوں ہاتھ صابن سے دھونا چاہیے۔ بیس سیکنڈ تک اس کو (صابن سے) ملنا چاہیے۔ اسی طرح اپنی حفاظت لازمی ہے۔ اس کے ساتھ ساتھ غنی سبحان سے دعا گو ہو اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
ماسک اور دستانے استعمال کرنا (بچاو) کی تدبیر ہے۔ ویسے تو وہی ہوتا ہے جو تقدیر میں لکھا ہوتا ہے۔ اپنے ضمیر کو گواہ بنا کر سوچو اور اٹلی اور چین سے عبرت حاصل کرو اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
بچوں کو گھر کے اندر روکے رکھو ۔ ان کو پرھائی یا کسی اور کام میں مصروف رکھو۔ ہر کسی کو اس بات کی تلقین کرو کہ یہی ہمت ہمیں اس بلا سے چھٹکارا دےگی اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
مکتب، بازار اور مساجد بند ہوگئے۔ ہر ایک امید مکڑی کے تار سے آویزاں ہے۔ ہر زخم وا دہن بے پیوند ہے۔ پھر روتے رہوگے رونے سے ہاتھ چکھ نہیں آئے گا اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
بیت اللہ کا طواف بند ہوگیا ہے سوچیں۔ ایسا لگتا ہے جیسے ہمارا اللہ (ہم سے) ناراض ہے۔ اسی لیے ہم اس عذاب میں مبتلا ہوگئے ہیں۔ خالق جو کہ رحیم و رحمان ہے سے معافی مانگو اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
***
تمام مخلوق کے لیے سائرؔ کی یہ نصیحت ہے حقیقت اس نے قلم کی نوک پر لا سجائی ہے۔ اس کی نیت ہر انسان کے لیے آئنے جیسی شفاف ہے۔ اے اللہ ہمیں ہر مرض اور وبا سے بچائے رکھنا (دعا مانگو) ۔اگر کرونا سے بچنا چاہتے ہو۔
**********

Comments are closed.