گلی کوچوں اور بازاروں میں فضول پھرنا چھوڑ دو

(ګوهر علي)

چکري پريږده د کوڅې او د بازار کينه
گلی کوچوں اور بازاروں میں فضول پھرنا چھوڑ دو
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
لاس که را نه کړې نو په دغې مينه نه کمېږي
ہاتھ نہ ملانے سے پیار کم نہیں ہوگا
غاړه غټئي که نه شو مينه به مو څه کمېږي
گلے نہ ملنے پیار میں کمی نہیں آئیگی
ډېر په ما ګران ئې زه په تا يمه پوهېږمه زه
یہ یہ سچ ہے کہ ہم دونوں ایکدوسرے کو بہت عزیز ہیں
خواته که راغلې نو لږ لرې رانه يار کينه
میرے پاس آئے ہو تو میری جان! ذرا ذرا پرے بیٹھنا
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
لاسونه وينځه ښه صفا که چرته ځې راځې
کہیں آنے جانے کے بعد ہاتھ اچھی طرح صاب سے دھو لیں خله دې هم پټه کړه اشنا که چرته ځې راځې
منہ کواچھی طرح ڈھانپ لو آگر کہیں آنا جانا ہو
د ډاکټرانو تجويز شوي تدبيرونه خپل کړه
ڈاکٹروں کی تجویز شدہ احتیاطی تدابیر پر عمل کرو
لاپرواهئي کښې چرته ته نه شې بيمار کېنه
لاپرواہی میں کہیں ہو نہ جاؤ بیمار، بیٹھو
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
بچي د ځان سره په خپل کور کښې دننه ساته
بچوں کو اپنےپاس میں گھر کے اندر رکھو
په صفائيئ باندې بچي او هم مېرمنه ساتئي
اور بال بچوں کی صفائی ستھرائی کا خاص خیال رکھو
د چم ګاونډ خلق هم پوهه کړۀ په دې خبره
اڑوس پروس کے لوگوں کو بھی اس بات سے آگاہ کرو
حق کړه ادا د ښه انسان او د ښه پلار کېنه
اچھے انسان اور اچھے والد کا حق ادا کرکے بیٹھ جاؤ
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
څومره چې ځان له ئې نو دومره په فائده کښې به ئې
جتنا الگ رہوگے اُتنا فائدے میں رہو گے

ګڼې له مه ورځه د رنځ په خطره کښې به ئې

ہجوم بھیڑ سے بچنا ہے وگرنہ بیماری کی خطرہ ہے
ځان له کتاب ګوره يا ځان له عبادت کوه
کتاب پڑھو یا عبادت کو شغل بناؤ
نه څوک آزار کړې نه د چا واخلې آزار کينه
نہ کسی کی دل آزاری کرو اور نہ کسی آزار دو
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
که ډاکټران ،کمپوډران يئي ځان محفوظ ساتئي
اگر ڈاکٹر یا کمپوڈر ہو تو اپنے اپ کو محفوظ رکھو
سپايانو ځان ساتئي محفوظ ، جهان محفوظ ساتئي
سپاہیو! اپنے آپ کو محفوظ رکھو اور جہان کو محفوظ رکھو
ځان صحافيانو تاسو هم ښه شان محفوظ ساتئي
صحافیو! اپ بھی اپنے اپ کو اچھی طرح محفوظ رکھو
چې محفوظ نه يئي نو د هر څه کړہ انکار کينہ
اگر محفوظ نہ ہو تو ہر کام سے کر انکار بیٹھو
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
کور کښې کتاب لولئي د سکول طالب علمان واورئي
گھر میں مطالعہ کرو سکولوں کےطالب علموں سنو!
مناسب ګټه کوئي ټول دکانداران واورئي
مناسب کماؤ سب تاجر سن لو!
سخته کښې هېر نه کړئي خواران او مزدوران واورئي
مصیب میں غریبوں اور مزدوروں کو بھولنا نہیں
زر به شي ختم دا وبا په انتظار کينہ
بہت جلدیہ وباٗ ختم ہوگی اس انتظار میں بیٹھو
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو
ګوهره فرض په ليکوالو شاعرانو دي دا
اے گوہر ہر شاعر و ادیب پر یہ فرض ہے
هم د وطن په واکدارانو چارواکانو دي دا
اور وطن کے بااختیار اور حکمرانوں پر بھی یہ فرض ہے
چي خپل اولس له تسلي ورکړي اميد ورکړي
کہ اپنے قوم کو یہ تسلی اور امید دلائیں
هر څه به ټهيک شي د رحمت شہ طلب ګار کينہ
کہ سب کچھ ٹھیک ہوگا رحمت کے طلب گار بن کر بیٹھو
د کرونا وبا خوره ده کور قلار کينه
کرونا کی وبا پھیل چکی ہے گھر میں آرام سے بیٹھو

Comments are closed.